د ليکنې پلاوې تر څارنې لاندې: د امتياز څښتن: د اطلاعاتو
او فرهنګ رياست مسوول مدير: رحمت الله مومن کمپوز:
شېراحمدولسمل او نصير احمد صابر پته: علامه حبيبي واټ
کندهار ښار د چاپ ځای : افغانستان ټايمز مطبعه
afghan.tolo@yahoo.com
 |
طلوع افغان ورځپاڼه: طلوع افغان د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نشراتي ارګان دئ، چي په ١٣٠٠ لمريز کال کي يې تر تأسيس وروسته ډېري لوړي او ژوري ليدلي او د٨٨ کالو راپدېخوا په همدغو حالاتو کي چاپېږي.
تېر کال د وزارت مقام په مالي او تخنيکي مرسته يوازي او يوازي د شپږو مياشتو لپاره د ورځپاڼي په ډول د چاپه راووتل، په همدغه حالت کي د څه ځنډ وروسته اوس بيا هم د وزارت مقام او د کندهار ولايت د والي ښاغلي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ د سختو تخنيکي او بودجوي ستونزو او هم د مسلکي کارکوونکو د کمښت سره سره د ورځپاڼي په ډول چاپېږي.
دطلوع افغان پاڼي تل د سيمي او هيواد د مهمو خبرونو، د ملي وحدت لپاره په هڅوونو، ليکنو او هم د روزنيزو، اخلاقي، علمي، مذهبي او ادبي مضامينو سربېره د مخدره توکيو د کښت، قاچاق او لېږدوني د مخنيوي، د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي څخه د کرکي، بشري حقوقو، او د سولي او سوکالۍ د حاکميت لپاره د نورو ملي ښېګڼو او ارزښتونو د بقا په موخه په ليکنو ډکي وي.
تر ټولو غوره دا چي د خلکو غوښتني، ګيلې او د چارواکو څخه هيلو ته عليحده برخه په پام کي نيول سوې چي ښه پايلي يې درلودلي دي.
طلوع افغان په ١٣٨٧لمريز کال کي ٢٥٧ ګڼي د ٢٠٦٨٠٠ پاڼو په شمېر چاپ سوی دئ، او د ١٣٨٨ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د ٧٨١ تنو ګډونوالو په لرلو سره دغه شمېر په ١٤٠ ګڼو کي ٧٨٥٥٠ پاڼي څرګندولای سو.
|