کندهار افغانستان- په کندهار کي د ميرويس حوزوي روغتون دننه د سراپا ناروغيو د تداوۍ لپاره نوې جوړه سوې ودانۍ نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د کندهار والي لخوا پرانستل سوه.
د پرانستني په دې مراسمو کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د عامي روغتيا رئيس، د ميرويس روغتون سر طبيب او ډاکټرانو او په کندهار کي د سره صليب دنړيوالي کمېټې د دفتر مشر برخه لرل.
د ميرويس روغتون د سراپا ناروغانو يا OPD څانګه ددې روغتون دننه په ٧٠٠ متره مربع مځکه کي په يوه پوړ کي جوړه سوې چي ټولي ٢٢ خوني لري. [بشپړ متن
ـ ـ ـ ] |